28 خو کۀ څوک تشريح کوونکے نۀ وى نو هغوئ دې په جماعت کښې چپ پاتې شى او خپل ځان او د خُدائ پاک سره دې خبرې وکړى.
کۀ څوک په نورو ژبو خبرې کوى نو صرف دوه يا زيات نه زيات درې کسان دې نمبر په نمبر خبرې وکړى او يو کس دې يې تشريح کړى.
نو تاسو صرف دوه يا درې نبيانو ته د خبرو موقع ورکوئ، او نور دې په آرام سره د هغۀ د خبرو جاج واخلى.
خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ.