27 کۀ څوک په نورو ژبو خبرې کوى نو صرف دوه يا زيات نه زيات درې کسان دې نمبر په نمبر خبرې وکړى او يو کس دې يې تشريح کړى.
چا ته د معجزو طاقت، چا ته پېشګوئې، چا ته د مختلفو روحونو پېژندل، چا ته د نورو ژبو وئيلو قدرت او چا ته د ژبو تشريح کول.
نو په دې وجه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه دې ضرور د تشريح کولو د قابليت دپاره هم دُعا وکړى.
ځکه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه د نورو خلقو سره نه، بلکې د خُدائ پاک سره خبرې کوى، او بل څوک د هغۀ په خبره نۀ پوهيږى ځکه چې هغه د روح په وسيله د راز خبرې کوى.
نو اے وروڼو او خوېندو، لنډه دا، هر کله چې تاسو عبادت له راجمع کېږئ نو په تاسو کښې دې څوک حمد، يا تعليم، يا کشف يا په نورو ژبو خبرې او يا د نورو ژبو تشريح په ترتيب سره کوئ او دا هر يو کار د جماعت د ترقۍ دپاره کوئ.
خو کۀ څوک تشريح کوونکے نۀ وى نو هغوئ دې په جماعت کښې چپ پاتې شى او خپل ځان او د خُدائ پاک سره دې خبرې وکړى.
اوس زۀ غواړم چې تاسو ټول په نورو ژبو خبرې وکړئ خو زما سخت خواهش دا دے چې تاسو نبوت وکړئ. ځکه څوک چې نبوت کوى هغه د نورو ژبو ويوونکو نه لوئ دے تر دې چې هغه دا ترجمه کړى نو جماعت به پرې ترقى وکړى.