Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 14:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 نو کۀ ټول جماعت راغونډ وى او په نورو ژبو لګيا وى نو کۀ نا آشنا يا بې‌ايمانه دننه راشى نو ولې هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 14:23
6 Iomraidhean Croise  

نو د سزا وخت راغلے دے، د حساب کِتاب وخت رارسېدلے دے. بنى اِسرائيل دې ځان پوهه کړى. تاسو وايئ چې، ”دا پېغمبر کم عقل دے. دا د روح والا بنده پاګل دے.“ نو ځکه څومره چې ستاسو ګناه غټه ده نو دومره ستاسو نفرت هم زيات دے.


نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او په بې‌ايمانانو کښې به يې وشميرى.


په هغوئ کښې ډېرو وئيل چې، ”په دۀ پيريان ناست دى او دے پاګل دے، ولې تاسو دۀ ته غوږ ږدئ؟“


خو ځينو په هغوئ پورې ټوقې وکړې او وئ وئيل چې، ”دوئ د شرابو په نشه کښې دى.“


لا پولوس په خپله صفائى کښې خبرې کولې چې فِستوس په اوچت آواز ووئيل چې، ”پولوسه، تۀ ليونے يې، ستا ډېر عِلم تۀ ليونے کړے يې.“


د ټولو نه اول خو زۀ دا اورم چې کله تاسو په جماعت کښې راغونډېږئ نو تاسو په خپلو کښې بيا په ډلو تقسيمېږئ او زۀ په دې تر څۀ حده پورې يقين هم کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan