Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 14:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 په تورات کښې ليکلى دى چې، ”زۀ به دې قوم ته په عجيبه ژبو او په غېرو شونډو خبرې وکړم خو بيا به هم هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيسى. دا مالِک فرمائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 14:21
7 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، اے اِسرائيله، زۀ به د لرې ځائ نه ستا خلاف يو زورَور او پخوانے قوم راولېږم چې په تا حمله وکړى چې تۀ يې په ژبه او خبرو باندې نۀ پوهېږې.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ولې ستاسو په شريعت کښې دا نۀ دى ليکلے شوى چې، ”ما وفرمائيل چې تاسو خُدايان يئ؟“


او هغوئ ټول د روحُ القُدس نه معمور شول او په نورو ژبو يې خبرې شروع کړې څنګه چې روحُ القُدس د خبرو طاقت ورکړو.


اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.


ښځې دې په جماعتونو کښې خاموشه وى. ځکه چې هغوئ ته د خبرو کولو اجازت نشته بلکې هغوئ دې تابعدارې وى څنګه چې شريعت هم وائى.


مالِک خُدائ به ستاسو خِلاف د لرې ځائ نه يو قوم راولى، هغه قوم چې تاسو به يې په ژبه نۀ پوهېږئ. هغوئ به د باز په شان په تاسو باندې راغوټه شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan