1 د مينې او محبت لمن ونيسئ او د روحانى نعمتونو او خاص د پېشګويۍ د نعمت خواهش کوئ.
مالِک خُدائ د بدکارانو د چال چلن نه نفرت کوى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى څوک چې صداقت پسې روان وى.
څوک چې صداقت او شفقت پسې ګرځى، هغه به ژوندون، آبادى او عزت پېدا کړى.
”ما ته غوږ ونيسئ، څوک چې صداقت غواړئ، او د مالِک خُدائ لټون کوئ. د هغه ګټ په حقله سوچ وکړئ د کوم نه چې تراشلے شوى يئ، د هغه کان په حقله سوچ وکړئ چې د کوم نه تاسو راويستلے شوى يئ.
مونږ ته د فضل په مطابق مختلف نعمتونه مِلاو شوى دى. کۀ تاسو ته د پېشګوئې نعمت مِلاو شوے وى نو د ايمان په مطابق پېشګوئې کوئ.
نو بيا دې مونږ پوره کوشش کوُو چې صُلح او سلامتى راولو او د يو بل د روحانى تعمير او ترقۍ باعث شو.
نو بيا مونږ څۀ ووايو؟ غېريهوديانو چا چې د صداقت دپاره محنت ونۀ کړو نو هغوئ دا حاصل کړو او هغوئ دا صداقت د ايمان په وسيله حاصل کړو.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ نۀ غواړم چې تاسو د روحانى نعمتونو په باب کښې ناخبره پاتې شئ.
خو تاسو د لويو نعمتونو حاصلولو دپاره خپل محنت جارى ساتئ. زۀ به اوس تاسو ته د ټولو نه يوه افضله طريقه دروښايم.
او اوس ايمان، اُميد او مينه درې واړه پاتې کيږى او په دوئ کښې مينه افضله ده.
او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم.
نو روحانى ژبې د ايماندارانو دپاره نه، بلکې د بېايمانانو دپاره نښې دى او پېشګوئې کول د بېايمانانو دپاره نه، بلکې د ايماندارانو دپاره دى.
کۀ څوک د نبوت، يا د روحانى نعمتونو د لرلو دعوىٰ وکړى نو هغه دې پوهه شى چې کومې خبرې زۀ تاسو ته ليکم هغه د مالِک حکم دے.
نو اے زما ملګرو، د نبوت کولو خواهش کوئ او په نورو ژبو خبرې کوونکى مۀ منع کوئ.
تاسو چې څۀ هم کوئ هغه په پوره مينې سره کوئ.
ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.
د چا پېشګويۍ ته سپک نظر مۀ کوئ.
د هغه روحانى نعمت نه مۀ بېغوره کېږه چې تا ته د پېشګويۍ په وسيله د جماعت د مشرانو د لاس اېښودلو په وخت درکړے شو.
په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى.
خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت، ديندارۍ، ايمان، مينې، صبر او په نرم طبيعت پسې کوشش کوه.
نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.
او په ديندارۍ کښې ورورولى عزيزولى، او په ورورولۍ او عزيزولۍ کښې مينه زياته کړئ.
زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے.
بيا به تاسو په جبعه کښې د خُدائ پاک غر ته لاړ شئ، چرته چې د فلستيانو کېمپ دے. ښار ته د ننوتلو په ځائ کښې به تاسو د پېغمبرانو يوې قبيلې سره مِلاو شئ چې په غرۀ باندې د قربانګاه نه راکوزيږى، بينجو، تمبل، شپېلۍ او رباب به غږوى. او هغوئ به په جذبه کښې پېغام ورکوى.