7 مينه ټول څيزونه برداشت کوى، په ټولو څيزونو يقين کوى، د ټولو څيزونو اُميد ساتى او هر څۀ زغمى.
نو يعقوب د راحيل دپاره اووۀ کاله خِدمت وکړو او هغه وخت په هغۀ باندې صِرف د يو څو ورځو په شان تېر شو، ځکه چې هغۀ د راحيل سره مينه کوله.
کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم.
ما ته ښۀ عقل او پوهه راوښايه، ځکه چې زۀ ستا په حُکمونو باور کوم.
نفرت شر جوړوى، خو مينه په ټولو بدو پرده اچوى.
ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“
غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو.
نو چې مونږ خلاصون وموندو نو هغه اُميد راته مِلاو شو، خو اوس هغه اُميد چې مونږ ته مِلاو شو نو بيا انتظار د څۀ دپاره کوُو؟
مينه صابره ده، مينه مهربانه ده، مينه چا سره کينه نۀ ساتى، مينه لافې نۀ کوى او نۀ لوئى کوى،
چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى.
تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.
موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”کوم وخت چې مونږ لا د سينا غرۀ سره وُو، نو ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ په يواځې ځان ستاسو ذمه وارى نۀ شم اخستے.
هغه سړى په پټو کښې د هغه کوژدن شوې ښځې سره په زبردستۍ زنا وکړه، اګر چې هغې د مدد چغې وهلې وې، خو هيڅ څوک هم نۀ وُو.
په دې وجه مونږ په خپله د خُدائ پاک په جماعتونو کښې په تاسو فخر کوُو، د هغه ظلم او تکليفونو دپاره چې تاسو يې زغمئ په هغو ټولو کښې ستاسو قائموالے او ايمان ظاهريږى.
او دا په کار نۀ دى چې د مالِک خادِم دې جګړمار وى، بلکې هغه دې د ټولو سره نرمى کوى او هغه دې قابل اُستاذ او صبرناک وى.
تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم.
خو تۀ په هر حالت کښې خپل ځان په هوش کښې ساته، سختۍ وزغمه، د زيرى کار کوه او د خُدائ پاک د خادِم په حيث خپل خِدمت پوره کوه.
نو راځئ چې هغۀ له د خېمو نه بهر ورشُو او هغه بېعزتى وزغمو چې هغۀ زغملې وه.
بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.