Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 13:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نۀ بې‌ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 13:5
37 Iomraidhean Croise  

د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې داؤد ستا د پلار درناوے کوى چې هغۀ دا کسان د همدردۍ دپاره درلېږلى دى؟ بلکل نه، هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې ښار ولټوى او په مونږ باندې فتح حاصله کړى.“


ګوره، ما ته ستا د سوچونو پته ده، او ما ته زما خِلاف ستا د منصوبو پته ده.


تاوجن خلق کم عقل کارونه کوى، او د چالاکه انسان نه خلق نفرت کوى.


خلق به يو بل سره زياتے کوى. هر يو سړے به په بل سړى او هر يو ګاونډى به په بل ګاونډى رُعب اچوى. ځوانان به د خپلو مشرانو بې‌عزتى کوى او بدکرداره خلق به د عزتمندو بې‌عزتى کوى.


زۀ د هغه بې‌ګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“


موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو.


موسىٰ ډېر غصه شو او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”د دوئ نذرانې مۀ قبلوه. ما دوئ يو له هم څۀ تکليف نۀ دے ورکړے، او ما د دوئ نه چرته يو خر هم نۀ دے بوتلے.“


موسىٰ ورته وفرمائيل، ”ستاسو وروڼه اِسرائيليان جنګ له روان دى او تاسو دلته ايسارېږئ څۀ؟


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.


عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړۀ کښې څۀ تير شول نو ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو داسې بد خيالونه ولې کوئ؟


د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.


کله چې د هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو د ځان سره يې ووئيل، ”کۀ دا سړے چرې رښتينے نبى وے نو هغه به په دې خبر وے چې دا لاس وروړونکې ښځه څوک ده او دا څنګه ښځه ده يعنې يوه ګناهګاره ده.“


تاسو خپلې فائدې مۀ لټوئ بلکې د نورو هم لټوئ.


څنګه چې زۀ په خپل هر کار کښې د هر چا د خوشحالولو کوشش کوم نو دا زۀ د خپلې فائدې دپاره نۀ کوم بلکې د نورو ډېرو دپاره يې کوم د دې دپاره چې هغوئ پرې خلاصون بيا مومى.


د ټولو نه اول خو زۀ دا اورم چې کله تاسو په جماعت کښې راغونډېږئ نو تاسو په خپلو کښې بيا په ډلو تقسيمېږئ او زۀ په دې تر څۀ حده پورې يقين هم کوم.


د دې دپاره چې په بدن کښې بې‌اتفاقى پېدا نۀ شى بلکې اندامونه د يو بل برابر خيال وساتى.


کۀ د چا دا خيال وى چې هغه د خپلې چنغلې سره د وادۀ نۀ کولو په وجه د هغې حق وهى او د هغې زيات خواهشمند وى نو پرېږدئ چې د هغې سره وادۀ وکړى نو دا ګناه نۀ ده.


مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو.


زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.


ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح.


نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.


ځکه چې تاسو په خپله خبر يئ چې تاسو ته زمونږ په نقش قدم ژوند تېرول په کار دى او کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ ناراسته نۀ وُو.


په دې وجه زۀ د غوره شوو د خاطره دا هر څۀ په خپل ځان برداشت کوم نو د دې دپاره چې هغوئ هم هغه خلاصون او ابدى جلال چې د عيسىٰ مسيح په وسيله دے حاصل کړى.


په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم. خُدائ دې هغوئ په دې ګناه ونۀ نيسى.


اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan