11 کله چې زۀ ماشوم وم ما د ماشوم غوندې خبرې کولې، زما د ماشوم په شان سوچ وو او د ماشوم په شان ناپوهه وم، خو کله چې زۀ ځوان شوم نو ما د ماشوموالى خويونه پرېښودل.
د خپل زړۀ نه خفګان او د وجود نه غم درد لرې ساتئ ځکه چې ځوانى او تور سر د يوې لحظې دپاره وى.
هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ روټۍ نۀ ده راوړې.“
خو کله چې کامِل څيز راشى نو دا نامکمل څيزونه به ختم شى.
ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.
اے زما وروڼو او خوېندو، په خپله پوهه کښې ماشومان مۀ جوړېږئ، بدۍ ته ماشومان شئ خو په پوهه کښې بالغان شئ.
خو زۀ دا وايم ترڅو چې وارث نابالغه وى، اګر چې هغه د ټول جائېداد مالِک وى، خو ترڅو چې هغه بالغ شوے نۀ وى تر هغې پورې په هغۀ او يو غلام کښې فرق نۀ وى.
خو هلک ته پته ونۀ لګېده چې دا مالِک خُدائ وو، ځکه چې د دې نه مخکښې مالِک خُدائ هيڅکله هم د هغۀ سره خبرې نۀ وې کړې.