31 خو تاسو د لويو نعمتونو حاصلولو دپاره خپل محنت جارى ساتئ. زۀ به اوس تاسو ته د ټولو نه يوه افضله طريقه دروښايم.
بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى.
خو د دې نه يوه خبره ضرورى ده او مريمې چې کومه خوښه کړې ده هغه بهتره ده او دا به د هغې نه هيڅکله وانۀ خستلے شى.“
کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم.
د مينې او محبت لمن ونيسئ او د روحانى نعمتونو او خاص د پېشګويۍ د نعمت خواهش کوئ.
نو اے زما ملګرو، د نبوت کولو خواهش کوئ او په نورو ژبو خبرې کوونکى مۀ منع کوئ.
کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى.
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،
د ايمان په وسيله د خُدائ پاک دپاره هابيل د قائِن نه بهتره قربانى پېش کړه، او هم د دې په وسيله هغه د صادق په توګه منظور شو، او خُدائ پاک په خپله د هغۀ قربانى قبوله کړه، هغه مړ هم شو، خو د خپل ايمان په وسيله هغۀ زمونږ دپاره يو مثال پېش کړو.