28 او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى.
زۀ به لاندې راشم او هلته به تا سره خبرې وکړم او چې ما کوم روح تا له درکړے دے د هغې نه به لږ واخلم او هغوئ له به يې ورکړم. بيا به هغوئ ستا مدد کوى او چې د دې خلقو ذمه وارى واخلى، نو دا ذمه وارى به يواځې ستا په سر نۀ وى.
څوک چې ايمان راوړى دا معجزې به ترېنه څرګنديږى چې زما په نوم به پيريان شړى او په نورو ژبو به خبرې کوى.
شمعون په چا چې هغۀ پطروس نوم کېښودو، او د هغۀ ورور اندرياس، يعقوب، يوحنا، فيليپوس، برتلماۍ،
په هغه وخت کښې څۀ نبيان د يروشلم نه اَنطاکيه ته راغلل،
د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.
د يهوديانو او يونانيانو او د خُدائ پاک د جماعت دپاره د تيندک سبب مۀ جوړېږئ.
خو خُدائ پاک په بدن کښې هر يو اندام د خپلې مرضۍ په مطابق جوړ کړے دے.
ولې ټول رسولان يُو څۀ؟ ولې ټول نبيان يُو څۀ؟ ولې ټول اُستاذان يُو څۀ؟ ولې ټول معجزې ښوونکى يُو څۀ؟
ولې ټولو ته د شفا ورکولو نعمت ورکړے شوے دے څۀ؟ ولې ټول نورې ژبې وايو څۀ؟ ولې ټول تشريح کوونکى يُو څۀ؟
ځکه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه د نورو خلقو سره نه، بلکې د خُدائ پاک سره خبرې کوى، او بل څوک د هغۀ په خبره نۀ پوهيږى ځکه چې هغه د روح په وسيله د راز خبرې کوى.
څوک چې په نورو ژبو کښې خبرې کوى هغوئ د خپل ځان ترقى کوى خو څوک چې نبوت کوى هغوئ جماعت ته ترقى ورکوى.
اوس زۀ غواړم چې تاسو ټول په نورو ژبو خبرې وکړئ خو زما سخت خواهش دا دے چې تاسو نبوت وکړئ. ځکه څوک چې نبوت کوى هغه د نورو ژبو ويوونکو نه لوئ دے تر دې چې هغه دا ترجمه کړى نو جماعت به پرې ترقى وکړى.
نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے.
هغه راز دا دے چې په تېرو زمانو کښې بنى آدمو ته دغه شان نۀ وو ښکاره شوے څنګه چې دا راز اوس پاکو رسولانو او نبيانو ته د روحُ القُدس په وسيله ښکاره کړے شو.
هغه مشران چې د جماعت ښۀ اِنتظام کوى، او خاص هغوئ چې په کلام اورولو او په تعليم ورکولو کښې خوارى کوى، هغوئ دې يو په دوه د عزت لائق وګڼلے شى.
د خپلو مشرانو خبره اورئ او د هغوئ د حُکم تابعدارى کوئ ځکه چې هغوئ ستاسو په روحانى ژوند نظر ساتى او خُدائ پاک به د هغوئ په خپله تپوس کوى، نو هغوئ دې خپله ذمه وارى په خوشحالۍ او بېشکايته سر ته رسوى، هسې نه چې تاسو ته د دې نه څۀ فائده مِلاو نۀ شى.
خپلو ټولو مشرانو او ټولو مقدسينو ته سلام ووايئ. د اِټلى ايمانداران وروڼه تاسو ته سلام کوى.