24 حالانکه زمونږ د احترام لائق اندامونو ته د داسې احترام ضرورت نشته. خو خُدائ پاک بدن داسې جوړ کړے دے چې هغه بېقدره اندامونو ته يې زيات عزت ورکړے دے،
سړے او ښځه دواړه بربنډ وُو، خو د يو بل نه يې پړده نۀ کوله.
نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کومې نه ما منع کړے وې؟“
کۀ چرې ستا ښۍ سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې وغورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نه چې ستا ټول وجود دوزخ ته وغورزولے شى.
او د بدن هغه اندامونه چې مونږ يې د نورو په نسبت شرم ګڼو، مونږ هم هغوئ ته زيات اهميت ورکوو، او چې د لږ احترام والا اندامونه دى نو په پردې کولو سره د هغوئ زيات احترام کوُو.
د دې دپاره چې په بدن کښې بېاتفاقى پېدا نۀ شى بلکې اندامونه د يو بل برابر خيال وساتى.