23 او د بدن هغه اندامونه چې مونږ يې د نورو په نسبت شرم ګڼو، مونږ هم هغوئ ته زيات اهميت ورکوو، او چې د لږ احترام والا اندامونه دى نو په پردې کولو سره د هغوئ زيات احترام کوُو.
نو مالِک خُدائ د آدم او د هغۀ د ښځې دپاره د ځناورو د څرمنې نه جامې جوړې کړې او ور وايې غوستې.
چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې او پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې او ځانونه يې پرې پټ کړل.
بلکې حقيقت کښې چې د بدن هغه اندامونه چې د نورو نه کمزورى ښکارى، هم هغه ډېر لازمى دى.
حالانکه زمونږ د احترام لائق اندامونو ته د داسې احترام ضرورت نشته. خو خُدائ پاک بدن داسې جوړ کړے دے چې هغه بېقدره اندامونو ته يې زيات عزت ورکړے دے،
خو ښځې به د اولاد په پېدا کولو سره نجات حاصلوى، په دې شرط چې په ايمان، مينه او پاکيزګۍ کښې به د پرهيزګارۍ سره ژوند تېروى.
او ښځې دې هم دغه شان خپل ځانونه د حيا، شرافت او پرهيزګارۍ په جامه کښې سمبالوى، او په کمڅو، سرو زرو او ملغلرو او قيمتى جامو سره دې ځانونه نۀ سنګاروى،