20 نو اوس اندامونه ډېر دى خو بدن يو دے.
نو مونږ چې ډېر يُو خو په عيسىٰ مسيح کښې يو بدن يُو، او د يو بل سره تړلى يُو.
ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، او د بدن ټول اندامونه اګر کۀ ډېر دى خو ټول يو بدن دے، هم دغه شان مسيح هم دے.
حقيقت کښې بدن د يو اندام نه نۀ وى جوړ بلکې د ډېرو نه جوړ وى.
کۀ دا ټول يو اندام وے نو بيا بدن به چرته وو؟
نۀ سترګه لاس ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته، او نۀ سر پښو ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته.