2 تاسو ته پته ده چې کله تاسو کافر وئ نو تاسو دوکه شوئ او په هغه ګونګيانو بُتانو پسې ګمراه شوئ.
د هغوئ خولې شته خو خبرې پرې کولے نۀ شى، سترګې يې هم شته خو پرې ليدلے نۀ شى.
د هغوئ لاسونه هم شته خو پرې څۀ محسوسولے نۀ شى، د هغوئ پښې هم شته خو پرې ګرځېدلے نۀ شى، خو هيڅ قسمه آواز د مرۍ نه ويستلے نۀ شى.
د هغوئ خولې شته خو خبرې نۀ شى کولے، د هغوئ سترګې شته خو ليدل نۀ شى کولے،
هغوئ دا خپلو اوږو ته اوچت کړى او يو خوا او بل خوا يې وړى راوړى، او بيا په يو ځائ کښې يې کېږدى او هلته ولاړ وى، خو چې چرته وى نو د هغه ځائ نه حرکت نۀ شى کولے. کۀ څوک دې ته په چغو فرياد وکړى، نو دا جواب نۀ ورکوى او نۀ هغه کس د مصيبت نه بچ کولے شى.
د هغوئ بُتان داسې دى لکه د بادرنګو په پټى کښې چې ګوډاګے د مارغانو د شړلو دپاره ودرولے شوے وى، کوم چې نۀ خبرې کولے شى، او نۀ هغه په خپله ګرځېدے شى، په کار دے چې نور خلق دا اوچت کړى. د هغوئ نه مۀ يرېږه، دوئ تا ته ضرر نۀ شى در رسولے او نۀ څۀ فائده درکولے شى.“
د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
پخوا چې تاسو خُدائ پاک نۀ پېژندو نو تاسو د هغه معبودانو غلامان وئ چې په حقيقت کښې خُدايان نۀ وُو.
ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ،
ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.
نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بېفائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو،
ځکه چې تاسو خپل کافى ژوند پخوا په هغه څۀ کښې تېر کړے دے څۀ ته چې د بېدينه کار وئيلے وو يعنې په عياشۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، په نشه، په ګډا نچا او په ناروا بُت پرستۍ تېر کړو.