18 خو خُدائ پاک په بدن کښې هر يو اندام د خپلې مرضۍ په مطابق جوړ کړے دے.
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
مالِک خُدائ هغه څۀ کوى څۀ چې هغه خوشحالوى، په ټوله زمکه او آسمانونو کښې، په سمندرونو کښې او د هغۀ په ټولو ژورو ځايونو کښې.
د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.
نو هغوئ د يُونس مالِک خُدائ ته چغې کړې، ”اے مالِکه خُدايه، مونږ د دې سړى د ژوند د ختمولو په وجه مړۀ نۀ کړې. مونږ د يو بېګناه سړى په مرګ باندې راونۀ نيسې، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تۀ هغه څۀ کوې څۀ چې ستا رضا وى.“
هم په دغه وخت عيسىٰ په روحُ القُدس کښې لويه خوشحالى وکړه او عيسىٰ وفرمائيل، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم ځکه چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. آو، پلاره، دا ستا رضا وه.
اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.
د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.
مونږ ته د فضل په مطابق مختلف نعمتونه مِلاو شوى دى. کۀ تاسو ته د پېشګوئې نعمت مِلاو شوے وى نو د ايمان په مطابق پېشګوئې کوئ.
خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.
کۀ چرې ټول بدن سترګه وے نو اورېدل به چرته وُو؟ او کۀ چرې ټول بدن غوږونه وے نو بويول به چرته وُو؟
کۀ دا ټول يو اندام وے نو بيا بدن به چرته وو؟
حالانکه زمونږ د احترام لائق اندامونو ته د داسې احترام ضرورت نشته. خو خُدائ پاک بدن داسې جوړ کړے دے چې هغه بېقدره اندامونو ته يې زيات عزت ورکړے دے،
او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى.
خو خُدائ پاک دې ته يو وجود ورکوى چې هغۀ ورته منتخب کړے وى او هر قسم تخم ته هغه خپل خپل وجود ورکوى.
اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو.
هغۀ مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو چې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ بچى شُو. او په هم دې کښې د هغۀ مرضى او خوشحالى وه،
خُدائ پاک مونږ ته د عيسىٰ مسيح په حقله خپله پټه منصوبه څرګنده کړه، هغه منصوبه چې د هغۀ خوښه وه او چې په کښې خپله نېکه اراده پوره کړى.
”اے زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، تۀ د لوئى، عزت او قُدرت لائق يې ځکه چې تا هر څۀ پېدا کړى دى او دا ستا په مرضۍ پېدا شوى دى او په وجود کښې راغلى دى.“