15 کۀ چرې پښه ووائى چې زۀ لاس نۀ يم، او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى.
خو يهوآس واپس دا جواب ورولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو چې، زما زوئ له ستا لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې.
حقيقت کښې بدن د يو اندام نه نۀ وى جوړ بلکې د ډېرو نه جوړ وى.
او کۀ غوږ ووائى چې زۀ سترګه نۀ يم او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى.