11 خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
آو، پلاره، دا ستا رضا وه.
دا زما اختيار نۀ دے څۀ چې زۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دې راته په بد نظر ګورې چې زۀ سخى يم؟
يحيىٰ جواب ورکړو چې، ”انسان يو څيز هم تر هغې حاصلولے نۀ شى ترڅو چې هغۀ ته د آسمان نه مِلاو نۀ شى.
هوا اخوا ديخوا الوځى. تۀ د دې آواز خو اورې خو دا نۀ شې وئيلے چې دا د کومې راځى او چرته ځى. نو دغه حال د هر هغه چا دے چې د روحُ القُدس نه پېدا شوى دى.“
لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى.
مونږ ته د فضل په مطابق مختلف نعمتونه مِلاو شوى دى. کۀ تاسو ته د پېشګوئې نعمت مِلاو شوے وى نو د ايمان په مطابق پېشګوئې کوئ.
نو دا د خُدائ پاک رضا ده چې په چا رحم کوى، او د چا زړونه سختوى.
خو خُدائ پاک په بدن کښې هر يو اندام د خپلې مرضۍ په مطابق جوړ کړے دے.
نو د نعمتونو خو مختلف قِسمونه دى خو روح يو دے.
خو د کارونو مختلف قِسمونه دى، خُدائ پاک هم هغه يو دے چې په مختلفو طريقو سره دا ټول کارونه کوى.
خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے.
زما دا خواهش دے چې هر څوک دې په دې مسئله کښې زما په شان ناوادۀ کړے وى خو د خُدائ پاک د طرف نه هر چا ته جدا جدا نعمت ورکړے شوے دے.
خو بيا هم مونږ به د اندازې نه زيات فخر نۀ کوُو بلکې تر هغه حده، کوم چې خُدائ پاک زمونږ دپاره مقرر کړے دے او چې په کښې تاسو هم راغلى يئ.
مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.
خو مونږ هر يو ته د مسيح د سخاوت په مطابق نعمتونه راکړے شوى دى.
خُدائ پاک هم د خپلو نښو، عجيبه کارونو او قِسما قِسم معجزو په کولو او د خپلې مرضۍ په مطابق د روحُ القُدس د نعمتونو په ويشلو د هغې تصديق وکړو.
هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.