7 نو د سړى دپاره په کار نۀ دے چې هغه خپل سر پټ کړى ځکه چې سړے د خُدائ پاک د صورت او جلال په شان دے، خو ښځه د سړى جلال ده.
او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“
دا د آدم د اولاد نسبنامه ده. کله چې خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړو، هغه يې د خپل ځان په شان پېدا کړو.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،
تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے، تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.
يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بېحيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى.
خو زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د هر سړى سر مسيح دے، او خاوند د خپلې ښځې سر دے، او د مسيح سر خُدائ پاک دے.
ځکه کۀ يوه ښځه لوپټه نۀ په سره وى نو هغه دې وېښتۀ هم کټ کړى. خو کۀ د ښځې دپاره وېښتۀ کټ کول او سر خرئيل د شرم خبره وى نو لوپټه دې په سره وى.
کۀ څوک د تيطوس په حقله تپوس وکړى نو هغه ما سره په شريکه ستاسو په خِدمت کښې زما ملګرے دے. او زمونږ د نورو وروڼو په حقله، هغوئ د جماعتونو د طرفه لېږلے شوى دى او مسيح ته جلال ورکوى.
هم په دې ژبه مونږ د مالِک او پلار ثنا وايو، او هم په دې مونږ هغوئ ته چې د خُدائ پاک په صُورت پېدا شوى دى، ښېرې کوُو.