6 ځکه کۀ يوه ښځه لوپټه نۀ په سره وى نو هغه دې وېښتۀ هم کټ کړى. خو کۀ د ښځې دپاره وېښتۀ کټ کول او سر خرئيل د شرم خبره وى نو لوپټه دې په سره وى.
بيا به هغه د ښځې وېښتۀ خوارۀ کړى او د اوړو نذرانه به د هغې په لاس کښې کېږدى. اِمام به هغه جام په خپلو لاسونو کښې ونيسى چې ترخې اوبۀ په کښې دى. دا د دې دپاره چې په هغه کس باندې لعنت راولى چې کوم ګناهګار وى.
پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه.
خو کومه ښځه چې سر توره دُعا يا نبوت کوى نو هغه د خپل خاوند بېعزتى کوى ځکه چې هغه د سر خرئيلې په شان ده.
نو د سړى دپاره په کار نۀ دے چې هغه خپل سر پټ کړى ځکه چې سړے د خُدائ پاک د صورت او جلال په شان دے، خو ښځه د سړى جلال ده.
ښځې دې د سړو جامې نۀ اچوى او سړى دې د ښځو جامې نۀ اغوندى، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې داسې کارونه کوى.