4 کوم سړے چې په پټ سر دُعا يا نبوت کوى هغه د مسيح بېعزتى کوى څوک چې د هغۀ سر دے.
داؤد په ژړا ژړا د زيتُونو غرۀ ته وختلو، څپلۍ د هغۀ په پښو نۀ وې او د خفګان نه يې خپل سر پټ کړے وو. چې په هغۀ پسې څوک راروان وُو نو هغوئ هم سرونه پټ کړى وُو او ژړل يې.
بادشاه خپل مخ پټ کړے وو او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما زويه، زما زويه ابىسلومه. ابىسلومه، زما زويه.“
ځکه چې نن سبا زوئ د پلار بېاحترامى کوى، او لور د خپلې مور خلاف راپاڅى، اِنږور د خپلې خواښې مخالفت کوى. او د سړى دشمنان به د هغۀ د خپل کور خلق وى.
د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل.
ولې فطرت تاسو ته دا نۀ ښائى چې کۀ د سړى اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغۀ بېعزتى ده؟
خو کومه ښځه چې سر توره دُعا يا نبوت کوى نو هغه د خپل خاوند بېعزتى کوى ځکه چې هغه د سر خرئيلې په شان ده.
چا ته د معجزو طاقت، چا ته پېشګوئې، چا ته د مختلفو روحونو پېژندل، چا ته د نورو ژبو وئيلو قدرت او چا ته د ژبو تشريح کول.
او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى.
او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم.
د چا پېشګويۍ ته سپک نظر مۀ کوئ.