Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 11:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 کۀ تاسو اوږى يئ نو اول بيا په کور کښې روټۍ خورئ، نو چې ستاسو رايوځائ کېدل تاسو مجرم نۀ کړى. د نورو خبرو په حقله به زۀ هدايات درکړم کله چې زۀ بيا درشم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 11:34
9 Iomraidhean Croise  

نو زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو د عشاء ربانۍ دپاره راجمع شئ نو د يو بل اِنتظار کوئ.


اوس د هغې چندې په حقله چې د مقدسينو دپاره کيږى تاسو به په هغه هداياتو عمل کوئ چې ما د ګلتيانو جماعتونو ته ورکړى دى.


د هرې هفتې په اوله ورځ دې په تاسو کښې هر يو کس د خپلې ګټې نه د خپل ځان سره څۀ نا څۀ جمع کوى، د دې دپاره چې کله زۀ درشم چې د چندې کولو حاجت ما ته نۀ وى.


زۀ به د مِکدونيه د تېرېدو نه وروستو تاسو له درشم ځکه چې زما اراده ده چې د مِکدونيه په لاره هلته لاړ شم.


په دې وجه ما تاسو ته تيموتيوس درولېږلو، هغه په مالِک کښې زما خوږ او وفادار زوئ دے، چې تاسو ته په مسيح کښې زما هغه طريقې دريادې کړى چې زۀ يې هغوئ ته په هر ځائ او په هر جماعت کښې تعليم ورکوم.


خو کۀ مالِک وغوښتل نو زۀ به تاسو له زر درشم او زۀ به نۀ صرف د هغه مغروره خلقو خبرې بلکې د هغوئ روحانى قدرت هم معلوم کړم.


خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے.


ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan