Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 11:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 نو ځکه چې څوک په خوراک څښاک کښې د مالِک د بدن خيال ونۀ ساتى، نو هغه به په هغه خوړلو څښلو سزا بيا مومى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 11:29
11 Iomraidhean Croise  

هغه کس څوک چې شاهى حُکم منى هغوئ ته به سزا نۀ ملاويږى. هوښيار کس د هر څيز په وخت او سبب باندې پوهيږى.


او کله چې اِبن آدم راغلو چې خورى څښى نو تاسو وايئ چې، دۀ ته وګورئ. دا ګيډور شرابى د محصولچيانو او ګناهګارو دوست دے.


نو ځکه هر څوک چې د مشرانو تابعدارى نۀ کوى، هغه د خُدائ پاک د اِنتظام مخالفت کوى او څوک چې مخالفت کوى، هغوئ به سزا ومومى.


او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“


نو په دې وجه چې څوک په نامناسبه طريقې سره د مالِک روټۍ خورى يا د هغۀ د پيالۍ نه څښى، نو هغه به د مالِک د بدن او د وينې قصوروار وى.


د عشائى ربانى روټۍ خوړلو او پيالۍ څښلو نه اول خپل ځان وآزمائى.


نو په دې وجه په تاسو کښې ډېر کمزورى او بيماران دى او ځينې مړۀ شوى دى.


خو سخت خوراک د بالغه کسانو دپاره وى ځکه چې هغوئ په تجربې سره د ښۀ او بد تر مينځه فرق کولے شى.


اے زما وروڼو او خوېندو، په تاسو کښې دې اُستاذان زيات نۀ شى ځکه چې تاسو ته پته ده چې مونږ څوک چې اُستاذان يُو، راسره به لا نور ډېر سخت حساب کِتاب کيږى.


خو اے زما وروڼو او خوېندو، د ټولو نه لويه خبره دا ده چې قسم ونۀ خورئ، نۀ د آسمان او نۀ د زمکې او نۀ د څۀ بل څيز، بلکې ستاسو ”آو“ دې ”آو“ وى او ستاسو ”نه“ دې ”نه“ وى، نو چې تاسو د سزا لائق ونۀ ګرځئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan