27 نو په دې وجه چې څوک په نامناسبه طريقې سره د مالِک روټۍ خورى يا د هغۀ د پيالۍ نه څښى، نو هغه به د مالِک د بدن او د وينې قصوروار وى.
”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو يا ستاسو اولاد د مړى سره لګېدلو په وجه ناپاک يئ يا په لرې سفر کښې يئ، خو بيا هم د فسحې اختر کول غواړئ،
خو چې څوک پاک وى او لرې سفر کښې نۀ وى او هغه د فسحې اختر ونۀ کړى، نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے، ځکه چې هغۀ ما ته په مقرر وخت باندې نذرانه پېش نۀ کړه. هغۀ ته به خامخا د خپلې ګناه سزا مِلاو شى.
خو څۀ وخت چې بادشاه راغلو چې مېلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چې يو سړى د وادۀ مناسبې جامې اچولې نۀ وې.
زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“
تاسو د مالِک د پيالۍ نه او د پيريانو د پيالۍ نه نۀ شئ څښلے، تاسو د مالِک په دسترخوان او د پيريانو په دسترخوان کښې نۀ شئ شريک کېدے.
نو ځکه چې څوک په خوراک څښاک کښې د مالِک د بدن خيال ونۀ ساتى، نو هغه به په هغه خوړلو څښلو سزا بيا مومى.
نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بېحرمتى کړى وى، او د فضل د روح بېعزتى يې کړى وى؟