په هم هغه ورځ کله چې هغه راشى نو ټول مقدسين به هغۀ له جلال ورکړى او د هغۀ حمد و ثنا به ووائى. په هغوئ کښې به تاسو هم شامل يئ ځکه چې تاسو زمونږ په ګواهۍ ايمان راوړے وو.
خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.
ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بېشکه دا به دغه شان وى. آمين.