16 خو کۀ څوک په دې خبره بحث کوى نو نۀ دا زمونږ او نۀ د خُدائ پاک د جماعتونو دستور دے.
بيا ما د مهر شوې انتقال نامې چې د خرڅولو ټول اصُول او شرائط په کښې درج شوى وُو او هم يوه غېر مهر شوې کاپې راواخسته.
هغوئ ته ستا په حقله وئيل شوى دى چې تۀ هغه ټولو يهوديانو ته چې په غېريهوديانو کښې اوسى، دا تعليم ورکوې چې د موسىٰ نه راواوړئ. او تۀ هغوئ ته وائې چې خپل بچى مۀ سنتوئ يا زمونږ رِواجونه مۀ کوئ.
تۀ دوئ د ځان سره کړه او خپل ځان ورسره پاک کړه، د هغوئ د سرکلى پېسې هم تۀ ورکړه، نو چې دوئ خپل سرونه وخرائى. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې ستا په باب کښې وئيلے شوې خبرې رښتيا نۀ دى، بلکې تۀ په خپله هم په شريعت عمل کوې او خيال يې ساتې.
خو کۀ د ښځې اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغې ښُکلا ده، ځکه چې وېښتۀ هغې ته د پردې دپاره ورکړے شوى دى.
اوس د هغې چندې په حقله چې د مقدسينو دپاره کيږى تاسو به په هغه هداياتو عمل کوئ چې ما د ګلتيانو جماعتونو ته ورکړى دى.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے.
ولې زۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ ولې زۀ رسول نۀ يم څۀ؟ ولې ما عيسىٰ چې زمونږ مالِک دے نۀ دے ليدلے څۀ؟ ولې تاسو په مالِک کښې زما د خِدمت مېوه نۀ يئ څۀ؟
يا يواځې زۀ او برنباس د ژوند تېرولو دپاره په خوارۍ مزدورۍ پړ يُو څۀ؟
اے وروڼو او خوېندو، تاسو د خُدائ پاک د هغه جماعتونو په نقش قدم شوئ کوم چې په يهوديه کښې په عيسىٰ مسيح کښې دى. ځکه چې تاسو هم د خپل قام د خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کوم چې هغوئ ته د يهوديانو نه رسېدلى وُو،