7 تاسو بُت پرست مۀ جوړېږئ لکه چې په هغوئ کښې ځينې شوى وُو، لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هغه خلق د خوړلو او څښلو دپاره کښېناستل او بيا هغوئ پاڅېدل، د مستۍ او عياشۍ سره ګډېدل.“
چې خلقو چغې وهلې نو يشوَع د خلقو شور واورېدو او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”په خېمو کښې د جګړې شور دے.“
چې کله موسىٰ خېمو ته ښۀ رانزدې شو او هغه سخے او د خلقو ګډېدل يې وليدل، نو سخت په قهر شو. هغۀ چې کومې تختې روانې کړې وې هغه يې هلته د غرۀ په لمن کښې وغورزولې او ماتې يې کړې.
هغۀ د هغوئ والۍ واخستلې، ويلې يې کړې او د سخى په شکل يې يو بُت ترې نه جوړ کړو. هغوئ ووئيل، ”اے بنى اِسرائيلو، دا زمونږ خُدائ دے چې مونږ يې د مِصر د مُلک نه راوويستلو.“
بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.
نو په دې وجه زما خوږو ملګرو، د بُت پرستۍ نه وتښتئ.
خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ.
ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،
خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے.
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې سمدستى د غرۀ نه کوز شه، ځکه چې ستا خلق کوم چې تا د مِصر نه راوويستل، هغوئ مرتد شوى دى. هغوئ د هغه څۀ نه زر اوړېدلى دى چې ما يې حُکم ورکړے دے او هغوئ د خپلو ځانونو دپاره د سرو زرو يو بُت جوړ کړے دے.
زما ګرانو بچو، د بُتانو نه ځان وساتئ.