عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“
ځکه چې شريعت صرف د راتلونکو ښو څيزونو سورے دے او د هغه حقيقى څيزونو اصلى شکل نۀ دے، او کومې قربانۍ چې هر کال بېناغې کولے شى دا کله هم هغه خلق کاملولے نۀ شى څوک چې د خُدائ پاک عبادت کوى.