29 زما مطلب د نورو ضمير دے ستاسو نۀ دے. ځکه چې د بل چا ضمير زما د آزادۍ فېصله ولې کوى؟
”د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو له زيرے ورکړم، چې قېديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم او ړندو ته د بينائى اِعلان وکړم، او چې مظلومان آزاد کړم،
د يهوديانو او يونانيانو او د خُدائ پاک د جماعت دپاره د تيندک سبب مۀ جوړېږئ.
ولې زۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ ولې زۀ رسول نۀ يم څۀ؟ ولې ما عيسىٰ چې زمونږ مالِک دے نۀ دے ليدلے څۀ؟ ولې تاسو په مالِک کښې زما د خِدمت مېوه نۀ يئ څۀ؟
اګر کۀ زۀ د ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان د ټولو غلام کړو، نو چې نور زيات خلق د مسيح دپاره راولم.
نو مونږ ځکه ډېر کوشش کوُو چې داسې منصوبه جوړه کړُو چې هغه نۀ صرف د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وى بلکې چې د خلقو په نظر کښې هم ښۀ وى.
د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.