28 خو کۀ تاسو ته څوک ووائى چې، ”دا بُت ته د قربانۍ غوښه ده،“ نو د هغۀ د ضمير د خاطره هغه مۀ خوره.
اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.
دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى، دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.
موسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا دپاره خپل لاسونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى او نوره ږلۍ به نۀ وريږى، نو داسې به تا ته پته ولګى چې زمکه د مالِک خُدائ ده.
کۀ چرې ستا ورور يا خور ستا د خوراک په وجه خفه کيږى نو بيا تۀ په مينې سره ژوند نۀ تېروې. نو په خپل خوراک هغوئ مۀ هلاکوه د چا دپاره چې مسيح مړ شو.
ځکه ”دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى.“
خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے.
خو خيال کوئ، چې ستاسو آزادى د کمزورو دپاره د تيندک باعث نۀ شى.
ګورئ، دا اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، دا زمکه او په دې کښې هر څۀ د هغۀ دى.