27 کۀ څوک غېر ايماندار تاسو ته د روټۍ دعوت وکړى او تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چې درته وړاندې کېږدى هغه خورئ او په خپل ضمير کښې سوال مۀ راولئ.
زمونږ هغه ښُکلے او څورب سخے راولئ او حلال يې کړئ او راځئ چې په شريکه خوشحالى وکړُو.
نو خلقو چې دا وليدل نو ټول ځان سره وغورېدل او وې وئيل، ”هغه د يو ګناه ګار سړى کور ته ورغلو چې ورسره مېلمه شى.“
څۀ چې د قصاب په دوکان خرڅيږى هغه خورئ او د ضمير په خاطر سوال مۀ پورته کوئ،
مونږ تاسو ته صفا خبره ليکُو په هغې کښې څۀ داسې ليکل نشته چې تاسو يې لوستلے نۀ شئ او يا پرې نۀ پوهېږئ، او زما اُميد دے چې يوه ورځ به تاسو پرې پوره پوهه شئ.
مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.
نو مونږ د مالِک خُدائ د يرې نه خبر يُو او د خلقو د پوهولو کوشش کوُو. خو خُدائ پاک ته په خپله زمونږ د اخلاص پته ده او اُميد دے چې ستاسو ضمير ته به هم پته وى.