Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 10:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 څۀ چې د قصاب په دوکان خرڅيږى هغه خورئ او د ضمير په خاطر سوال مۀ پورته کوئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 10:25
7 Iomraidhean Croise  

او په دوېم ځل بيا د هغۀ هم دا آواز تر غوږه شو او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څۀ چې خُدائ پاک، پاک کړى دى، تۀ هغې ته ناپاکه مۀ وايه.“


نو ځکه دا ضرورى ده چې تاسو تابعدار اوسئ، نۀ صرف د سزا نه د بچ کېدو دپاره بلکې د دې دپاره چې ضمير مو په سکون کښې وى.


زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.


خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے.


ځکه هر څۀ چې خُدائ پاک پېدا کړى دى هغه ښۀ دى او د څۀ نه هم اِنکار کول نۀ دى په کار، او څۀ چې ملاويږى په شُکر ګزارۍ سره يې خورئ،


د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بې‌ايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan