23 هر څۀ روا دى، خو هر څۀ فائده مند نۀ دى. هر څۀ روا دى خو هر څۀ ترقى نۀ ورکوى.
کۀ چرې ستا ورور يا خور ستا د خوراک په وجه خفه کيږى نو بيا تۀ په مينې سره ژوند نۀ تېروې. نو په خپل خوراک هغوئ مۀ هلاکوه د چا دپاره چې مسيح مړ شو.
نو تاسو چې خپل ځان سره د روحانى نعمتونو خواهش کوئ نو داسې کوشش کوئ چې ستاسو دا نعمتونه د جماعت د ترقۍ دپاره وى.
ځکه چې تۀ خو به په ښۀ شان سره شُکر ګزارى وکړې خو ستا شُکر ګزارى بل چا ته څۀ فائده نۀ ورکوى.
نو اے وروڼو او خوېندو، لنډه دا، هر کله چې تاسو عبادت له راجمع کېږئ نو په تاسو کښې دې څوک حمد، يا تعليم، يا کشف يا په نورو ژبو خبرې او يا د نورو ژبو تشريح په ترتيب سره کوئ او دا هر يو کار د جماعت د ترقۍ دپاره کوئ.
ستاسو په خيال چې ټول څيزونه تاسو ته روا دى خو زۀ وايم چې ټول څيزونه فائده مند نۀ دى. کۀ تاسو ټول څيزونه ځان دپاره روا ګڼئ خو بيا هم خپل ځان د هغوئ غلام مۀ جوړَوئ.
کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى.
خو خيال کوئ، چې ستاسو آزادى د کمزورو دپاره د تيندک باعث نۀ شى.
کېدے چې تاسو دا سوچ کوئ چې مونږ ستاسو په وړاندې د خپل ځان دفاع کوُو؟ خو مونږ د خُدائ پاک په وړاندې په مسيح کښې خبرې کوُو. خوږو عزيزانو، دا هر څۀ مونږ ستاسو د ترقۍ دپاره کوُو.
خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.
نو په دې وجه تاسو يو بل له ډاډ ورکوئ او يو بل جوړوئ، څنګه چې په حقيقت کښې تاسو هم دغه شان کوئ.
تاسو خلقو ته ووايئ چې خپل وخت د خپل پلار نيکۀ د دروغژنو نسبنامو په قيصو مۀ ضائع کوئ، کوم چې صرف د خلقو په مينځ کښې د بحث مباحثى سبب کيږى. داسې بحثونه د خُدائ په خدمت کولو کښې بېفائدې دى، خو دا کارونه په هغه وخت کښې ممکن دى چې تاسو په خُدائ پاک ايمان ساتئ.