17 کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر يُو خو په شريکه د يوې روټۍ نه خورو او په دې دا څرګنده وُو چې مونږ يو بدن يُو.
نو مونږ چې ډېر يُو خو په عيسىٰ مسيح کښې يو بدن يُو، او د يو بل سره تړلى يُو.
تاسو د مالِک د پيالۍ نه او د پيريانو د پيالۍ نه نۀ شئ څښلے، تاسو د مالِک په دسترخوان او د پيريانو په دسترخوان کښې نۀ شئ شريک کېدے.
ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، او د بدن ټول اندامونه اګر کۀ ډېر دى خو ټول يو بدن دے، هم دغه شان مسيح هم دے.
نو اوس تاسو ټول په شريکه د مسيح بدن يئ او تاسو ټول د يو بدن اندامونه يئ.
او هغه راز دا دے چې کومو يهوديانو او غېريهوديانو چې په زېرى ايمان راوړے وى هغوئ دواړه د خُدائ پاک په ميراث کښې برابر شريک دى، او دوئ د يو بدن اندامونه دى، او دواړه د عيسىٰ مسيح په وسيله د برکت په وعدې کښې شريک دى.
هغه په خپله ټول بدن په کاملې طريقې سره يو ځائ کوى، چې دغه شان هره حِصه خپل خاص کار سر ته رسوى، او د بدن د نورو حِصو سره په ترقۍ کولو کښې مدد کوى، د دې دپاره چې ټول بدن صحتمند او پوره په مينې سره وده وکړى.
نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو.
بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ.
او هغوئ د بدن د سر يعنې مسيح سره تعلق پرېښے دے. ځکه چې په هغۀ کښې د بدن ټول بندونه او پلې په خپلو کښې يو ځائ کيږى او خُدائ پاک ورله وده ورکوى.
په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.
نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ.