16 کله چې د عشاء ربانى په وخت کښې مونږ هغه پيالۍ ته برکت ورکوو، ولې هغه د مسيح په وينه کښې شراکت نۀ دے څۀ؟ هغه روټۍ چې مونږ يې ماتوو، ولې هغه د مسيح د بدن شراکت نۀ دے څۀ؟
بيا عيسىٰ يوه پياله راواخسته او د شُکر کولو نه پس يې وفرمائيل، ”دا واخلئ او په خپلو کښې يې تقسيم کړئ.
ټولو ايماندارانو خپل ځانونه د رسولانو تعليم، ملګرتيا، په شريکه روټۍ او د دُعا دپاره وقف کړى وُو.
هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ د خُدائ په کور کښې راجمع کېدل او په کورونو کښې به يې په شريکه روټۍ خوړله او خپل خوراک به يې په خوشحالۍ او په صفا زړۀ يو بل سره شريکولو.
بيا پولوس بالاخانې ته وختلو، او د عشاء ربانى د روټۍ ماتولو نه وروستو يې د هغوئ سره تر سحره پورې خبرې وکړې او بيا هغه رُخصت شو.
د هفتې په اوله ورځ مونږ د روټۍ دپاره راغونډ شوى وُو. پولوس خلقو ته بيان شروع کړو ځکه چې بله ورځ هغۀ غوښتل چې لاړ شى، نو تر نيمې شپې پورې يې خبرې وکړې.
خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
تاسو په خپله پوهيږى څۀ چې زۀ وايم تاسو د هغې په خپله جاج واخلئ.
دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېريهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.
ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو.
څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.
خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.