Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 10:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 نو کۀ ستا خيال وى چې تۀ مضبوط ولاړ يې خو احتياط کوه چې راپرې نۀ وځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 10:12
11 Iomraidhean Croise  

غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.


بختور دے هغه څوک چې هر وخت د مالِک خُدائ نه يريږى، خو څوک چې خپل زړۀ سخت کړى نو په مصيبت کښې به راګېر شى.


نو خبردار شئ چې تاسو څنګه اورئ ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى، او د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.“


دا رښتيا ده، هغوئ د خپلې بې‌ايمانۍ په وجه پرېکړے شوې خو تا د ايمان په وسيله خپل ځائ نيولے دے. نو کبر مۀ کوه بلکې يرېږه.


کۀ څوک دا وائى چې زۀ پوهه يم نو څنګه چې پوهېدل په کار دى هغه شان لا نۀ پوهيږى.


خيال کوئ هسې نه چې څوک مو په تشو فلسفو او دوکه مارو خبرو کښې راګېر کړى، ځکه چې د هغوئ خبرې د انسانى رواياتو او د دُنيا د بنيادى اصُولو په مطابق دى او د مسيح په مطابق نۀ دى.


زما ګرانو دوستانو، څنګه چې تاسو د اول نه خبر يئ، نو بېدار اوسئ چې د بې‌دينو خلقو په غلطيانو سره بې‌لارې نۀ شئ، او خپل مضبوطوالے پرې نۀ ږدئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan