11 په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.
نو هغه شپه هغوئ هغه بيا نشه کړو او کشره لور د هغۀ سره څملاسته. خو بيا هم هغه دومره نشه وو چې هغۀ ته هيڅ پته ونۀ لګېده.
د راتلونکو نسلونو دپاره دې دا وليکلے شى، کوم خلق چې لا پېدا شوى نۀ دى د مالِک خُدائ ثناء دې ووائى.
تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى.
او هغه دشمن چا چې جمدر کَرلى دى هغه اِبليس دے، لو د قيامت ورځ ده او لَوګرى فرښتې دى.
لکه څنګه چې جمدر په آخره کښې راټولولے شى او په اور کښې سوزولے کيږى،
د هر څۀ نه مخکښې دا خبره منل ضرورى ده، تاسو ته ښۀ پته ده چې وخت کم دے، د خوبه رابېدار شئ. ځکه چې زمونږ خلاصون رانزدې شوے دے د کوم وخت نه چې مو ايمان راوړے دے.
شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.
ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.
دا خبرې چې هغه صادق وګڼلے شو يواځې د اِبراهيم دپاره نۀ وې ليکلے شوې،
اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو.
خو اے وروڼو او خوېندو، زۀ دا وايم چې مقرر شوے وخت رانزدې دے نو د دې نه پس دې د ښځو خاوندان داسې وى لکه چې د هغوئ ښځې نۀ وى،
يا ولې هغه دا خاص زمونږ دپاره نۀ فرمائى؟ دا حقيقت کښې زمونږ دپاره ليکلے شوى دى ځکه چې څوک قلبه کوى په دې اُميد يې کوى چې څۀ به حاصل کړى او څوک چې غوبل کوى په دې اُميد يې کوى چې په فصل کښې به ورته برخه مِلاو شى.
کۀ چرې مونږ په دې مثال پوهه شُو، دا دواړه ښځې د خُدائ پاک هغه دوه لوظونه ښکاره کوى. اوله ښځه چې هاجِره نوميږى چې هغه د سينا د غرۀ په مثال ده چرته چې خلقو ته شريعت مِلاو شو او هغه يې غلامان کړل.
پرېږده چې ټولو خلقو ته ستا نرم مزاجى ښکاره شى، ځکه چې مالِک اوس زر راتلونکے دے.
او چې مونږ په خپلو کښې د جماعت د راټولېدو نه منع نۀ شُو څنګه چې د ځينو خلقو عادت دے، بلکې يو بل له ډاډګيرنه ورکړئ، او څنګه چې تاسو د مالِک ورځ په رانزدې کېدو وينئ.
ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.
زما ګرانو بچو، دا آخرى وخت دے. څنګه چې تاسو اورېدلى دى چې خردجال راتلونکے دے، نو اوس ډېر خردجالان راپورته شوى دى، او د دې نه مونږ په دې پوهيږو چې دا آخرى وخت دے.