Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 1:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بې‌وقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 1:21
28 Iomraidhean Croise  

او هغۀ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، حکمت او قدرت د هغۀ دے.


په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.


هم په دغه وخت عيسىٰ په روحُ القُدس کښې لويه خوشحالى وکړه او عيسىٰ وفرمائيل، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم ځکه چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. آو، پلاره، دا ستا رضا وه.


اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.


اوس د دې دُنيا د عدالت وخت دے او د دې دُنيا سردار يعنې شېطان به اوس بهر وويستلے شى.


او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.


واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بې‌پايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.


ځکه چې د سولۍ پېغام د هلاکېدونکو په نزد خو بې‌وقوفى ده خو مونږ دپاره چا چې خلاصون حاصل کړے دے دا د خُدائ پاک قدرت دے.


خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېر‌يهوديانو په نزد بې‌وقوفى ده.


خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېر‌يهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے.


کۀ چرته بنى آدمو ته د خُدائ پاک حکمت بې‌وقوفى ښکارى خو دا د بنى آدم د حکمت نه زيات حکمت دے او کۀ دوئ ته د خُدائ پاک زور کمزورے ښکارى خو دا بيا هم د بنى آدمو د زور نه زورَور دے.


خو خُدائ پاک د دُنيا بې‌وقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى.


خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.


خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بې‌وقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى.


مونږ د مسيح په خاطر بې‌وقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو.


ولې تاسو ته دا پته نشته چې مقدسين به د دُنيا عدالت کوى؟ نو چې تاسو به د دُنيا عدالت کوئ نو ولې تاسو د دې جوګه نۀ يئ چې د معمولى نه معمولى مقدمو فېصلې وکړئ؟


خو خُدائ پاک زۀ د پېدايښت نه مخکښې د مور په ګېډه کښې خوښ کړم او په خپل فضل يې راوبللم، نو هغه خوشحاله وو


پخوا چې تاسو خُدائ پاک نۀ پېژندو نو تاسو د هغه معبودانو غلامان وئ چې په حقيقت کښې خُدايان نۀ وُو.


خُدائ پاک مونږ ته د عيسىٰ مسيح په حقله خپله پټه منصوبه څرګنده کړه، هغه منصوبه چې د هغۀ خوښه وه او چې په کښې خپله نېکه اراده پوره کړى.


په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.


ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى.


ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟


نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بې‌پرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟


نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.


اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.


او کومه دُعا چې په ايمان سره وغوښتے شى د هغې په وجه به بيمار روغ شى، او مالِک به هغه راپاڅوى او کۀ هغۀ ګناهونه کړى وى نو هغه به ورته معاف شى.


نو تاسو په دې پوهه شئ چې څوک چې ګناه ګار د ګمراهۍ نه راواړوى، هغه به يو کس د مرګ نه بچ کړى او په ډېرو ګناهونو به پړده واچوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan