19 ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”زۀ به د حکيمانو حِکمت تباه کړم، او د هوښيارانو هوښيارتيا به رد کړم.“
د ضُعن ښار مشران کم عقل دى. د مِصر د بادشاه ښۀ هوښيار مشيران کم عقلې مشورې ورکوى. چې تاسو دا جرأت څنګه کولے شئ چې فِرعون بادشاه ته ووايئ چې، ”مونږ عالمانو شاګردان او د پخوانو بادشاهانو اولاد وُو.“
مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.
نو په دې وجه به په راتلونکى وخت کښې يو ځل بيا زما سلوک د دې قوم سره ډېر عجيبه او د حېرانتيا وى. بيا به د هغوئ د هوښيارانو هوښيارتيا ختمه شى او د هغوئ د پوهانو پوهه به غېبه شى.“
اے د قومونو بادشاه، څوک به ستا نه نۀ يريږى؟ تۀ د ثناء او صِفت لائق يې. د دُنيا په ټولو هوښيارو خلقو او بادشاهتونو کښې بل څوک ستا په شان نشته.
ګورئ دغه هوښياران به وشرميږى او په خپل کم عقلتوب کښې به راګېر شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ کلام رد کړو نو بيا د دوئ هوښيارتيا چرته لاړه؟
ځکه چې د دې دُنيا حِکمت د خُدائ پاک په نزد بېوقوفى ده، ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”هغه هوښياران د هغوئ په چالاکۍ راګېروى.“
مونږ د مسيح په خاطر بېوقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو.
اے وروڼو او خوېندو، ما په دغه خبرو کښې د خپل ځان او د اپولوس ذکر د مِثال په طور وکړو د دې دپاره چې تاسو زمونږ په وسيله د دې خبرو مطلب زده کړئ، د ليکل شوى کلام نه زيات څۀ مۀ وايئ، او د يو مشر صِفت او د بل غېبت مۀ کوئ.