16 او رښتيا ما د ستِفناس خاندان ته هم بپتسمه ورکړې ده. خو نور زما په ياداشت کښې نۀ راځى چې ما به بل چا ته بپتسمه ورکړې وى.
هغه به تا ته داسې کلام واوروى چې د هغې په وسيله به تۀ او ستا ټول ټبر خلاصون بيامومى.
کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.
د شپې په هم هغه وخت د جيل مشر هغوئ ځان سره بوتلل او زخمونه يې ورله ووينځل، نو په هم هغه ساعت هغوئ بيا هغۀ ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړه.
نو چې څوک دا ونۀ وائى چې تا زما په نوم بپتسمه اخستې ده.
او تاسو ته پته ده چې په اخيه کښې د ستِفناس خاندان اول ايمان راوړو او خپل ځانونه يې د مقدسينو خِدمت ته وقف کړل، نو اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته خواست کوم چې
زۀ د ستِفناس، فرتوناتوس او د اخيکوس په راتلو ډېر خوشحاله يم ځکه چې هغوئ ستاسو ځائ ونيولو.