14 زۀ د خُدائ پاک شُکر ګزار يم چې د کرسپوس او ګايوس نه بغېر ما په تاسو کښې بل يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړې،
بيا هغۀ حُکم وکړو چې دوئ ته دې د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه ورکړے شى. بيا هغوئ پطروس ته ووئيل چې تاسو مونږ سره د يو څو ورځو دپاره ايسار شئ.
کرسپوس چې د عبادتخانې مشر وو سره د خپل مکمل خاندان په مالِک ايمان راوړو، او ډېرو کورنتيانو چا چې د پولوس تعليم واورېدو ايمان يې راوړو او بپتسمه ورته ورکړے شوه.
ګايوس چې زما او د ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس د ښار خزانچى او زمونږ ورور کوارتوس تاسو ته سلام وائى.
نو چې څوک دا ونۀ وائى چې تا زما په نوم بپتسمه اخستې ده.
زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک د هغه فضل چې په عيسىٰ مسيح کښې په تاسو وشو، همېشه د خُدائ پاک شُکر کوم.
د خُدائ پاک شُکر کوم چې تاسو ټولو نه زيات زۀ په نورو ژبو کښې خبرې کوم.
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو.
او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.
نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ.
او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.
په هر حال کښې شُکر کوئ ځکه چې دا په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو دپاره د خُدائ پاک رضا ده.
زۀ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح شُکر کوم چا چې ما له طاقت راکړو او زۀ يې وفاداره وګڼلم او د خپل خِدمت دپاره يې مقرر کړم.
زۀ چې کله تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم نو د خپل خُدائ پاک شُکر کوم،