11 ځکه چې اے وروڼو او خوېندو، ستاسو په نسبت ما ته د خلوئ د خاندان نه معلومه شوې ده چې ستاسو په مينځ کښې جګړې روانې دى.
خو رِبقه د خپل مشر زوئ عِيسو د دې خبرې نه خبر شوه، نو هغې يعقوب راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”دا خبره واوره. ستا ورور عِيسو بدل اخستل غواړى او تا وژل غواړى.
او دا د يعقوب د خاندان قيصه ده. د اوولسو کالو ځوان زلمى، يوسف، د وروڼو سره ګډې او چېلۍ څرولې، چې هغوئ د هغۀ د پلار د نورو ښځو، زِلفه او بِلهاه زامن وُو. هغۀ خپل پلار د هغه غلطو کارونو نه خبر کړو کوم چې د هغۀ وروڼو کول.
غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.
د کم عقل خبرې جنګ جوړوى، او خپل ځان وهلو ته جوړوى.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.
زما مطلب دا دے چې تاسو هر يو وائى چې، ”زۀ د پولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د اپولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د کائفس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د مسيح د ډلې نه يم.“
د ټولو نه اول خو زۀ دا اورم چې کله تاسو په جماعت کښې راغونډېږئ نو تاسو په خپلو کښې بيا په ډلو تقسيمېږئ او زۀ په دې تر څۀ حده پورې يقين هم کوم.
ځکه چې تر اوسه پورې تاسو د ګناه د فطرت په اختيار کښې يئ، او چې تر اوسه پورې په تاسو کښې حسد او جګړه روانه ده. نو ولې د دې نه دا پته نۀ لګى چې تاسو تر اوسه د انسانى خواهش په مطابق کردار کوئ؟
ځکه چې زۀ يرېږم، هسې نه چې کله زۀ درشم او تاسو چې څنګه غواړم هغه شان مو ونۀ مومم، او څنګه چې تاسو نۀ غواړئ ما هغه شان ومومئ، زۀ يرېږم چې په تاسو کښې جګړه، کينه، غصه، خود غرضى، بده وينا، غېبتونه، ډوزې او فساد نۀ وى.
خو کۀ چرې تاسو د يو بل وينې څښئ او جنګونه کوئ نو خبردار شئ چې په داسې کولو به يو بل برباد کړئ.
بُت پرستى، جادوګرى، دشمنى، جګړې، کينه، بار بار غصه، خود غرضى، فتنې، پارټى بازى،
نو مونږ دې بېځايه فخر نۀ کوُو، او نۀ دې يو بل راپاروو او نۀ دې د يو بل نه سوزو.
هر کار بې د غورېدو او بحث نه بغېر پوره کوئ،
هغه مغرور دے او په هيڅ نۀ پوهيږى، او هغۀ ته د بحث مباحثى او زبانى تکرار بيمارى ده او د دې په وجه کينه او جګړې او بده وينا او بدګُمانى رامينځ ته کيږى،
خو د بېوقوفۍ د بحثونو، د شجرو او جګړو او د شريعت جنګونو نه ځان ساته، ځکه چې دا فضول او بېفائدې دى.