Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 9:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 د ليويانو څۀ خاندان د مالِک خُدائ د کور د سندرو ذمه وارې وې. د دې کورَنو مشران د مالِک خُدائ د کور په يو څو کوټو کښې اوسېدل او د نورو کارونو کولو نه آزاد وُو، ځکه چې هغوئ به شپه او ورځ کار کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 9:33
12 Iomraidhean Croise  

دا ټول کسان د هغوئ د پلار نيکۀ د نسب‌نامې په مطابق د ليويانو د خاندان مشران وُو. هغوئ د يروشلم د اوسېدونکو خلقو مشران وُو.


تاسو ته د دې اجازت نشته چې د اِمامانو، ليويانو، موسيقارانو، څوکيدارانو، کاريګرو، يا د بل هر هغه چا نه محصُول، جزيه او پېسې واخلئ چې د چا تعلق د خُدائ پاک د دې کور سره وى.


د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمد‌و‌ثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړ‌ے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو.


ډېر وخت مخکښې د داؤد بادشاه او آسف موسيقار د وخت، موسيقارانو د خُدائ پاک د ثناء صِفت کولو او د شُکر ګزارۍ مشرى کړې وه.


”د ريکاب خاندان ته لاړ شه او هغوئ ته دعوت ورکړه چې د مالِک خُدائ کور ته راشى نو بيا هغوئ هلته يوې کوټې ته بوځه او د څښلو دپاره ورله مے ورکړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan