25 د هغوئ هغه خپلوان کوم چې په کلو کښې اوسېدل نو هغوئ به وخت په وخت راتلل او د هغوئ سره به يې اووۀ ورځې خِدمت کولو.
او هغوئ له يې دا حُکم ورکړو، ”کله چې تاسو د سبت په ورځ خپل کار له راشئ، نو ستاسو درېمه حِصه کسان به د محل څوکيدارى کوى،
هغه دواړه ډلې چې د سبت په ورځ يې چُټى وى نو هغه به د مالِک خُدائ په کور د بادشاه د څوکيدارۍ دپاره ودريږى.
د دې سړو نومونه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق ليکلے شوى وُو چې کله هم هغوئ د مالِک خُدائ کور ته د خپلو هغه ذمه وارو دپاره تلل کوم چې د هغوئ پلار نيکۀ هارون د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د حُکمونو د منلو دپاره مقررې کړې وې.
په هر طرف باندې يوه يوه دروازه وه، شمالى، جنوبى، نمرخاتۀ او نمرپرېواتۀ ته او د هرې يوې دروازې يو يو مشر څوکيدار وو.
هغه څلور مشران څوکيداران ليويان وُو چې هغوئ له پوره ذمه وارى ورکړے شوې وه. هغوئ د مالِک خُدائ د کور د کوټو او د هغه قيمتى سامان هم خيال ساتلو چې کوم هلته کېښودے شو.
نو مونږ به هم دغه شان کوُو. کله چې اِمامان او ليويان د سبت په ورځ د خپل کار دپاره راځى، نو د هغوئ درېمه برخه به د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارى کوى،
ليويانو او د يهوداه خلقو د يهويدع په اصُولو باندې عمل وکړو. کوم څوکيداران چې د سبت په ورځ د کار نه چُهټى کېدل، نو هغوئ ته دا اجازت نۀ وو چې کور ته لاړ شى نو داسې د هر فوجى مشر سره خپل څوکيداران موجود وُو يعنې هغه څوکيداران چې د کار نه يې چهټى کوله او هغه کسان چې کار له راتلل.