Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 9:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 هغوئ او د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ د خېمې د دروازو د حِفاظت ذمه وار وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 9:23
9 Iomraidhean Croise  

هغوئ له د مالِک خُدائ د حضور خېمې او کور د خيال ساتلو او د هغوئ د خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو د مدد کولو ذمه وارۍ ورکړے شوې وې، چې دا ذمه وارۍ د مالِک خُدائ د کور په خِدمت کښې ادا کېدې.


د مالِک خُدائ د کور څوکيداران د هغوئ د کورَنو په مطابق په ډلو کښې تقسيم شوى وُو او هغوئ ته په هغه کور کښې د نورو ليويانو په شان ذمه وارۍ حواله شوې وې.


ټول دوه سوه او دولس سړى د دروازو دپاره څوکيداران خوښ کړے شوى وُو. د هغوئ نومونه د هغه کلو په مطابق ليکلے شوى وُو چې چرته هغوئ اوسېدل. داؤد او سموئيل پېغمبر د هغوئ پلار نيکۀ په دې اهم کار باندې مقرر کړى وُو.


په هر طرف باندې يوه يوه دروازه وه، شمالى، جنوبى، نمرخاتۀ او نمرپرېواتۀ ته او د هرې يوې دروازې يو يو مشر څوکيدار وو.


يهويدع د مالِک خُدائ د کور په دروازو باندې د دې دپاره هم څوکيداران مقرر کړل چې څوک ناپاک وى نو هغه بهر ايسار کړے شى.


هغوئ د پاکوالى رسمونه او هغه نور رسمونه ادا کول د کومو چې خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او څوکيدارانو هم خپله ذمه وارى د هغه اصُولو په مطابق سر ته رسوله کوم چې داؤد بادشاه او د هغۀ زوئ سليمان جوړ کړى وُو.


هغه سړى ما ته ووئيل، د کومې کوټې چې د جنوب طرف ته يې مخه ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشران دى.


خو بيا هم به زۀ هغوئ ته د خُدائ د کور خِدمت او د هغه ټول کار ذمه وارى ورکړم چې په دې کښې کول په کار دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan