اول تواريخ 9:22 - Pakistani Yousafzai Pashto22 ټول دوه سوه او دولس سړى د دروازو دپاره څوکيداران خوښ کړے شوى وُو. د هغوئ نومونه د هغه کلو په مطابق ليکلے شوى وُو چې چرته هغوئ اوسېدل. داؤد او سموئيل پېغمبر د هغوئ پلار نيکۀ په دې اهم کار باندې مقرر کړى وُو. Faic an caibideil |
په هغه وخت کښې څۀ سړى د هغه ګودامونو مشران مقرر شوى وُو، چرته چې د خُدائ پاک د کور دپاره څيزونه کېښودلے شول، په دې کښې نذرانه، وړومبے پېدا شوې غله او لسمه حِصه. دا سړى د مختلفو ښارونو سره نزدې پټو نه د برخو راغونډولو ذمه وار وُو. دا برخې د قانون په مطابق د اِمامانو او ليويانو دپاره وې. د يهوداه ټول خلق د اِمامانو او ليويانو نه خوشحاله وُو.
ساؤل ورته ووئيل، ”ټيک ده، راځه چې ځُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د خُدائ پاک خِدمتګار اوسېدو. کله چې هغوئ هغه ښار ته په غرۀ باندې ختل، نو هغوئ د يو څو ښځو سره مِلاو شول چې هغوئ اوبو وړلو له راروانې وې. هغوئ د دې ښځو نه تپوس وکړو، ”په ښار کښې يو پېشګوئې ورکوونکے شته؟“ په هغه وخت کښې به يو پېغمبر پېشګوئې ورکوونکے بللے شو، نو چې کله به هم چا د خُدائ پاک نه د څۀ تپوس کولو، نو هغۀ به وئيل، ”ځه چې پېشګوئې ورکوونکى له لاړ شُو.“