Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 9:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 د اِلى‌عزر زوئ فينحاس، په يو وخت کښې د هغوئ مشرى کړې وه او مالِک خُدائ د هغۀ مل وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 9:20
13 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې کامياب کړو. هغه د خپل مِصرى نېک په کور کښې اوسېدو،


چې هغۀ وليدل چې مالِک خُدائ د يوسف مل دے او هغه يې په هر کار کښې کامياب کړے دے.


د قورې زوئ او د ابى‌آسف نمسے سلوم، سره د خپلو خلقو چې د قورح ډله وه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو ځائ حِفاظت ذمه وار وُو، لکه څنګه چې مخکښې د هغوئ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ د اوسېدو د ځائ د حِفاظت ذمه وار وُو.


خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“


د ليويانو مشر د هارون اِمام زوئ اِلى‌عزر وو. د هغۀ مشرى په هغه کسانو باندې وه چې کومو په مقدس ځائ کښې کار کولو.


موسىٰ هغوئ د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس د مشرۍ لاندې جنګ له ولېږل، هغۀ د مقدسو سامانونو او د بيګلو ذمه وارى واخستله چې د اِشارو دپاره غږولے شول.


د هارون اِمام زوئ اِلى‌عزر به د ټولې مقدسې خېمې او د ډيوو دپاره د تېلو، د خوشبويۍ، د غلې نذرانو، د غوړولو تېلو او په خېمه کښې د نورو ټولو څيزونو ذمه وار وى کوم چې مالِک خُدائ ته وقف شوى دى.


په مقدسه خېمه کښې د جيرسونيانو ذمه وارۍ دا دى، هغوئ به دا د هارون اِمام زوئ اِتمر د ښودنې لاندې تر سره کوى.“


دا د مراريانو د مقدسې خېمې د خِدمت ذمه وارۍ دى، هغوئ به د هارون اِمام زوئ اِتمر د ښودنې لاندې دا کار تر سره کوى.“


نو بنى اِسرائيلو د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس د جِلعاد په مُلک کښې د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى قبيلې خلقو له ولېږلو.


يو نوکر يې ووئيل، ”د بيت‌لحم د ښار، د يَسى يو زوئ دے هغه په موسيقۍ کښې ښۀ ماهِر دے. هغه تکړه او ښائسته سړے دے، هغه يو ښۀ فوجى او تقرير کوونکے دے. مالِک خُدائ د هغۀ مل دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan