18 د دې نه مخکښې د هغو ډلو کسان د نمرخاتۀ طرف د بادشاه د دروازې سره ولاړ وُو. هغوئ به د ليويانو د خېمو په دروازو باندې څوکيدارى کوله.
هغې هغه خوراک وليدو چې د هغۀ په دسترخوان باندې پروت وو، د هغۀ د آفسرانو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او هغه لِباس چې هغوئ اغوستے وو، د هغۀ ساقيان يې وليدل او هغه پوره سوزېدونکې نذرانې يې هم وليدې چې هغۀ به د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ باندې حقه حېرانه شوه.
او بيا هغۀ، آفسرانو، شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو بادشاه د مالِک خُدائ د کور نه محل ته بوتلو، چې ټول خلق ورپسې روان وُو. يوآس د څوکيدارانو په دروازه ننوتلو او په تخت باندې په خپل ځائ کښېناستو.
د اسور بادشاه د خوشحالولو دپاره، احاز د مالِک خُدائ د کور نه د سبت د ورځې د شاهى تخت نه پاس دالان هم لرې کړو او د مالِک خُدائ د کور د بادشاه د ننوتلو ذاتى دروازه يې بنده کړه.
د مالِک خُدائ د کور څوکيداران په يروشلم کښې اوسېدل: سلوم، عقوب، طلمون او اخيمان. سلوم د هغوئ مشر وو.
د قورې زوئ او د ابىآسف نمسے سلوم، سره د خپلو خلقو چې د قورح ډله وه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو ځائ حِفاظت ذمه وار وُو، لکه څنګه چې مخکښې د هغوئ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ د اوسېدو د ځائ د حِفاظت ذمه وار وُو.
ما هغوئ ټول د مالِک خُدائ کور ته او د يجدليا د زوئ حنان پېغمبر او د هغۀ د زامنو کوټې ته راوستل چې د خُدائ پاک خادِم وو. دا کوټه د آفسرانو د کوټې سره خوا کښې او د معسياه د سلوم زوئ چې چوکيدار وو د هغۀ د کوټې دپاسه وه.
بيا زۀ هغه سړى واپس د مقدس ځائ بهرنۍ دروازې ته راوستلم، کومه چې د نمرخاتۀ طرف ته وه، او دا بنده وه.
هغه وخت چې هغه خير مار پطروس او يوحنا کلک نيولى وُو نو ټول خلق په حېرانتيا او په منډه هغه ځائ ته راغلل چې ورته د سليمان ډيوډۍ وائى.