Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 9:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14-16 دا ليويان يروشلم ته واپس راغلل: د حسوب زوئ سمعياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې د مرارى د قبيلې عزريقام او حسبياه شامل وُو، بقبقر، حرس، جلال او د ميکا زوئ متنياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې زِکرى او آسف شامل وُو، د سمعياه زوئ عبدياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې جلال او يدوتون شامل وُو، برکياه، چې د آسا زوئ او القنه نمسے وو، چې هغه د نطوفاتى ښار په علاقه کښې اوسېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 9:14
13 Iomraidhean Croise  

دا هغه ډلې دى چا چې د مالِک خُدائ د کور د څوکيدارانو په توګه خِدمت کولو. د قورح د ډلې د قورى زوئ مسلمياه چې د آسف د خاندان وو،


سلوميت او د هغۀ خپلوان د هغه خزانو مشران وُو په کومو کښې چې هغه تُحفې پرَتى وې چې هغه داؤد بادشاه، د کورَنو مشرانو او وړو او غټو فوجى آفسرانو مالِک خُدائ ته وقف کړې وې.


او مرارى د محلى او موشى پلار وو. دا د نسب‌نامې په مطابق د ليويانو قبيلې دى.


دا نسل په نسل د مرارى اولاد دے: محلى، لِبنى، سِمعى، عُزه،


هم دغه شان، د روبين، جاد او زبولون په علاقو کښې دولس ښارونه د مرارى قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو.


کوم اِمامان چې د ډلو مشران وُو هغه ټول يو زر اووۀ سوه او شپېتۀ وُو. هغوئ د خُدائ پاک د کور د خِدمت د کار دپاره ښۀ تکړه سړى وُو.


د اِلياسب نمسى د يوحانان وخت پورې د ليويانو د کورَنو مشرانو حِساب کِتاب د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شو.


دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو.


د ليوى اصلى قبيلې دا دى، د جيرسون قبيله، قُهات او مرارى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan