Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 9:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 کوم اِمامان چې د ډلو مشران وُو هغه ټول يو زر اووۀ سوه او شپېتۀ وُو. هغوئ د خُدائ پاک د کور د خِدمت د کار دپاره ښۀ تکړه سړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 9:13
6 Iomraidhean Croise  

د حبرون د قبيلې نه حسبياه او د هغۀ اوولس سوه خپلوان، چې تکړه سړى وُو هغوئ د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په اِسرائيل کښې د مالِک خُدائ د خِدمت او د بادشاه د کار مشران مقرر شوى وُو.


د يرياه په خپلوانو کښې دوه زره او اووۀ سوه تکړه سړى وُو. داؤد بادشاه هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته ولېږل او هغوئ يې د روبين، جاد او منسى د نيمې قبيلې مشران مقرر کړل. هغوئ د هغه ټولو کارونو ذمه وار وُو چې د هغې تعلق د خُدائ پاک او د بادشاه د خِدمت سره وو.


د عوبيد ادوم د مشر زوئ سمعياه شپږ زامن وُو، عُتنى، رفا‌اېل، عوبيد، الزباد، اليهُو او سماکياه. د خپل قابليت په وجه هغوئ ته په خپله ډله کښې زيات عزت مِلاو شو.


دا ليويان يروشلم ته واپس راغلل: د حسوب زوئ سمعياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې د مرارى د قبيلې عزريقام او حسبياه شامل وُو، بقبقر، حرس، جلال او د ميکا زوئ متنياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې زِکرى او آسف شامل وُو، د سمعياه زوئ عبدياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې جلال او يدوتون شامل وُو، برکياه، چې د آسا زوئ او القنه نمسے وو، چې هغه د نطوفاتى ښار په علاقه کښې اوسېدو.


د هغۀ د قبيلې يو سل او اتۀويشت کسان ښۀ تکړه فوجيان وُو. د هغوئ مشر زبدى‌اېل وو چې د هجدوليم زوئ وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan