1 د ټولو بنى اِسرائيلو نسبنامه ليکلے شوې وه او دا معلومات د بنى اِسرائيلو د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د يهوداه خلق د خپلې نافرمانۍ په وجه بابل ته ويستلے شوى وُو.
خُدائ پاک دا خيال زما په زړۀ کښې واچولو چې دا خلق، د هغوئ مشران او آفسران راغونډ کړم او د هغوئ نسبنامه وګورم. ما د هغه خلقو حِساب کِتاب پېدا کړو کوم چې اول د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ما ته چې کوم معلومات مِلاو شول هغه دا دى: